روغتيا او ژوند

دغه عام عادت د شکرې ناروغۍ خطر ۴۵ سلنه زیاتوي

نړۍ نیوز – ۰۳ فبروري ۲۰۱۷

شکرې ناروغۍ یو له هغو ناروغیو ده چې انسان په ګڼو نورو وژونکو ناروغیو اخته کولی شي او ستاسې دغه یو عام عادت د دغې ناروغۍ خطر ۴۵ سلنه زیاتولی شي.

شکرې ناروغۍ هم د وژونکو ناروغیو له ډلې ده. دغه ناروغي ۲۰۱۰ کې په نړۍ کې د مړینې اوم تر ټولو ستر لامل و چې یوازې امریکا کې ۲۳۴۰۵۱ کسانو د مړینې لامل وه.

په امریکا کې ترسره شوې روغتیايي څیړنې ثابته کړې چې د شپې تر ناوخته وېښ پاتې کېدل او سهار هم وختي له خوبه پاڅېدل د شکرې ناروغۍ دوهم ډول خطر ۴۵ سلنه زیاتوي.

د خوب کموالی د بې شمېره ناروغیو خطر زیاتوي خو د شکرې ناروغۍ خطر د نورو ناروغیو په پرتله څو چنده زیاتوي. له دې وړاندې څیړنو ثابته کړې وه چې د خوب کموالی د وزن زیاتېدو یو له سترو لاملونو څخه هم دی.

هارورډ پوهنتون د عامې روغتیا برخې د څېړنې پر مهال له یو لکو زیاتو مېرمنو د خوب مهالوېش له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۱ تر څیړنې لاندې نیولی و.

له پایلو څخه څرګنده شوه چې د خوب ستونزې یا کموالی پر بدن ناوړه اغېز کولو سره د ذهني فشار لامل کېدونکی هورمون اندازه زیاتوي چې دغه هورمون په بدن کې د انسولین حساسیت لوړوي.

همداراز د خوب کموالی په ځانګړي ډول د شپې تر ناوخته وېښ پاتې کېدل د ذهني فشار خطر زیاتوي او د شکرې ناروغۍ بڼه خپلوي.

دغې څېړنې کې ویل شوي، هغه کسان چې شپږ  ساعته یا تر دې  لږ خوب کوي او خوب کې د خرېدو عادت لري په هغوی کې د شکرې ناروغۍ خطر ۴۰۰ سلنه وي یا ویلی شو چې په شکرې ناروغۍ اخته کېدل يي یقیني وي.

د دغې څیړنې څیړونکو په وینا د شکرې په ناروغۍ د نه اخته کېدو لپاره د خوب کیفیت او اندازه ځانګړی ارزښت لري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون