افغانستان اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

 له چین څخه د سوداگریزو توکو لومړنی رېل گاډي افغانستان ته راورسېد

دا لومړی ځل دی چې له چین څخه د رېل له لارې افغانستان ته سوداګریز توکي راوړل کېږي

نړۍ نیوز – ۷ سپټمبر ۲۰۱۶

د افغانستان او چين ترمنځ د رېل پر مټ د سوداگرۍ لپاره لومړنی بار وړونکی رېل گاډی د چين هايمن ښار څخه د قزاقستان او ازبکستان له لارې حيرتان بندر ته راورسېد. په دغه رېل گاډي کې د  افغان سوداگرو مالونه دي، چې د اگسټ په ۲۴مه د چين له هايمن ښاره، دغه هېواد کې د افغان سفير جانان موسی‌زي او چينايي چارواکو په شتون کې وخوځېد او نن د سپټمبر په ۷مه په شمال کې حيرتان بندر ته راورسېد.

د بلخ ولايت وياند منير فرهاد وايي، چې د ۶۸ کوټو لرونکی دغه اور گاډی تېره شپه ناوخته حيرتان ته رارسېدلی دی.

د ښاغلي فرهاد په وينا د افغان سوداگرو د مالونو ترلاسه کولو لپاره ځانگړي مراسم نيول شوي وو، چې په کې د سوداگرۍ او ټولگټو وزارتونو، د سوداگرۍ خونې استازو، د چين سفير او گڼو نورو چارواکو گډون وکړ.

افغان سوداگر وايي، چې چين سره د رېل گاډي له لارې سوداگري د دوی لپاره ډېره گټوره ده او له دې سره د پاکستان له اړتيا خلاصېږي. تر اوسه افغان سوداگر د پاکستان کراچۍ بندر له لارې خپل مالونه راوړي، چې په عادي توگه شاوخوا دوه مياشتې وخت نيسي.

د افغانستان د سوداگرۍ خونې غړی محمد رفيق وايي، چې افغانستان او پاکستان چې په تاریخي ډول یې اړیکې ښې نه دي پاتې شوي، پاکستان تل د کراچۍ بندر پر افغانستان د سیاسي فشار د آلې په توگه کارولی دی.

افغانان له چین سره د سوداګرۍ پیل ته هیله‌من دي چې پر پاکستان به یې تکیه کمه شي.
افغانان له چین سره د سوداګرۍ پیل ته هیله‌من دي چې پر پاکستان به یې تکیه کمه شي.

د بلخ ولايت وياند وايي، چې د افغان – چين رېل گاډي سوداگرۍ سره به دغه واټن لنډ شي او پر سوداگرو به يې لگښت هم لږ راځي.

افغانستان کې د چين سفير يايو جينگ ويلي، چې افغان چين رېل گاډي له لارې د افغان سوداگرو پر مالونو به ماليه کې له اويا تر اتيا سلنه کمی راځي.

دغه رېل گاډی به په مياشت کې دوه ځلې له چين څخه د افغان سوداگرو مالونه راوړي او له دې لوري به مرمر ډبرې، وچې او تازې مېوې د قزاقستان او ازبکستان له لاري چين ته لېږدوي.

سره له دې، چې د افغانستان صادرات يوازې قيمتي ډبرې، غالۍ، وچې او لمدې ميوې دي او دغه توکي د چينايي وارداتو په مقابل کې ډېر لږ دي، خو د افغانستان لپاره لويه لاسته راوړنه او بازارموندنه بللی شي.

د افغان – چين د اړيکو څارونکی افغان ليکوال احمد بلال خليل وايي، چې د افغان – چین رېل گاډي سوداگري او د ایران د چابهار سوداگريز بندر افغانستان له نړۍ سره نښلوي، د سيمې په کچه افغانستان د سوداگرۍ پر يو مهم مرکز بدلوي او افغانستان د پاکستان له احتياجه خلاصوي.

ښاغلی خلیل زیاتوي: «افغانستان د چين ـ افغان ريل پټلۍ او چابهار په څېر سوداگريزو او اقتصادي مرکزونو ته اړتيا لري. دغه ډول پرمختگ په سيمه کې د افغانستان اهميت غښتلی کوي او امنيت کې هم ښه رول لوبولای شي. افغانستان، چې اوبو ته لار نه لري، کولای شي، چې د چابهار او چين افغان ريل پټلۍ څخه په گټه اخیستو نړيوال اهميت پيدا کړي او نړيوالو اوبو ته لاس رسی ومومي.»

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون