پاکستان او ايران

پاکستان کې د افغان کډوالو د مېشتېدو موده درې میاشتې وغځول شوه

نوازشریف نن د افغان کډوالو موده درې میاشتې وغځوله

نړۍ نیوز – ۹ سپټمبر ۲۰۱۶

د پاکستان مرکزي حکومت نن (جمعه) خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې يې د هغو افغان کډوالو د مېشتېدو موده درې میاشتې غځولې، چې د ملگرو ملتونو له خوا ورته د کډوالۍ کارډونه ورکړل شوي دي.

د دغو کارډونو موده د ۲۰۱۵ په ډسمبر کې پوره شوې وه؛ خو د پاکستان د سرحدونو او د افغانستان د کډوالو چارو وزارتونو په یوه ناسته کې د دغو کارډونو نېټه د ۲۰۱۶ تر ډسمبر وغځوله.

د پاکستان حکومت اوس اعلان کړی، چې افغان کډوال د ۲۰۱۷ مارچ پورې په دغه هېواد کې پاتې کېدلی شي. تېره اوونۍ د پاکستان پښتنو گوندونو له حکومت غوښتي چې افغان کډوالو ته پنځه کاله (تر ۲۰۱۲) وخت ورکړي.

په پاکستان کې پر افغان کډوالو له هغې وروسته فشارونه زیات شول، چې د افغانستان د ملي يووالي او د پاکستان د حکومت اړیکې ټرینگلې شوې. د دوو هېوادونو اړیکې پر تورخم دروازه له یوې اوونۍ وسله‌والې نښتې وروسته نورې هم خرابې شوې.

د افغانستان او پاکستان د اړیکو ترینگلتیا یو لامل په افغان سوله کې د پاکستان نه همکاري گڼل کېږي. پاکستان سره له دې چې د ملي يووالي حکومت سره یې ژمنه کړې وه چې د سولې بهیر کې به فعاله رول بولوي؛ خو د سولې څلور هېوادیزې ناستې بې‌پایلې پای ته ورسېدې.

افغان کډوالو له پاکستان څخه غوښتنه کړې وه، چې د اوسېدو موده یې وغځوي. د پاکستان حکومت داسې مهال دا اعلان کوي، چې کابل د کډوالو د ستنېدو هرکلی کوي.

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف ویلي «دا کډوال باید په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، چې د پولې دواړو غاړو د وگړو په نیتونو کې منفي توپیر رانه شي».

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون