سياست سيمه، عرب او نړۍ

سعودي او ایران: د سیاستوالو له سړې جگړې د مذهبیانو تر ژبني ټکره

د ایران د اسلامي جمهوریت او سعودي پاچاهي نظام ترمنځ رسنیزو شخړو او ژبنیو ټکرونو یو ځل بیا زور اخیستی

نړۍ نیوز – ۹ سپټمبر ۲۰۱۶

د ایران د اسلامي جمهوریت او سعودي پاچاهي نظام ترمنځ رسنیزو شخړو او ژبنیو ټکرونو یو ځل بیا زور اخیستی. خو دا ځل د دواړو غاړو د رسمي سیاسي چارواکو پر ځای دیني علماوو پر یوه او بل اړخ تورونه پورې کړي. دغه ژبنۍ شخړه داسې مهال زیاتېږي چې سږ کال ایرانیان د حج په مراسمو کې ګډون نه لري. دغه مسئله هم د ټکر یوه سرچینه ده چې دواړه غاړې يې پړه پر یوه  بل اچوي.

«حرام خواره مفتیان»

د دوشنبې پر ورځ د سپټمبر په پنځمه د ایران د «اسلامي انقلاب رهبر» علي خامنه‌ای د حج په اړه خپل پيغام کې پر سعودي چارواکیو او مفتیانو کم‌ساري تورونه ولګول. د خامنه‌ای په پیغام کې د سعودي چارواکیو په تړاو تونده ژبه وکارول شوه.

د ایران رهبر سعودي مشران «تورمخي لارورکي» بللي چې د «واک پر ظالمانه ګدۍ» خپل پایښت د «نړیوالو مستکبرینو او له صهیونیزم سره په اړیکو او د امریکا د غوښتنو په سر ته رسولو کې» ګڼي. خامنه‌ای زیاتوي، چې سعودي مشران «په دې لار کې پر هېڅ خیانت هیله نه کوي».

علي خامنه‌ای د سعودي هغه چارواکي چې تور لګوي چې ایران «حج سیاسي کړی»، «کوچني او حقیر شیطانان» بولي. په دغه پیغام کې چې هر کال د حج له مراسمو وړاندې خپرېږي، وايي د سعودي «حرام خواره  مفتیان» د هغو تبلیغاتو برخه دي چې «وښيي اسلامي جمهوریت له حج د حجاجو په بې‌برخې کولو کې پړ وګڼل شي».

ایرانی رهبر په پیغام کې سعودي واکمن «فتنې پاروونکي مشران»، «له خدای ناخبره سیاستوال»، «بې‌دینه او بې‌وجدانه» او د «طواغیتو لعنت کړای شوې نیالګي» بولي او د سیمې د ټولې نارامۍ پړه پر هغوی اچوي.

آیت الله خامنه‌ای په دغه پیغام کې له مسلمانو ملتونو غواړي  د «هغو جنایتونو لپاره چې سعودي په اسلامي نړۍ کې رامنځ ته کړي، د دوی ګرېوان پرېنږدي». خامنه‌ای همداراز له مسلمانانو غواړي چې د «حج د مسئلې او حرمینو شریفینو د مدیریت لپاره بنسټیز فکر وکړي».

خامنه‌ای پر سعودي چارواکو تور پورې کوي چې د خپلې دندې په ترسره کولو کې پاتې راغلی.

د «مجوسیانو بچیان»

د ایراني رهبر د پيغام له خپرېدو یوه ورځ وروسته د سعودي عربستان  ستر  مفتي، عبدالعزیز آل شیخ په غبرګون کې ویلي، چې ایرانیان «مسلمانان نه دي». سعودي مفتي زياتوي،  چې د ایراني رهبر د پيغام منځپانګه هېښوونکې  نه ده. دی وايي ایرانیان «د مجوسیانو بچیان دي او دښمني يې له مسلمانانو  په تېره سنيانو سره لرغونې ده».

اسوشیټد پریس خبري اژانس وايي، چې د عبدالعزیز آل شیخ څرګندونې د سپټمبر په ۶مه په مکه ورځپاڼه کې خپرې شوې.

د سعودي د  ستر مفتي دا خبره، چې ګواکې ایرانیان «مسلمانان نه دي» په لومړي ځل د سعودي له مذهبي ادرسه  خپرېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف په ټویټر کې لیکلي: «رښتیا هم د ایرانیانو او ډېری مسلمانانو اسلام له متعصبې بنسټپالنې سره، چې سعودي واعظان او د ترهګرو سرلاري يې بیانوي، توپیر لري».

حج: د نوي ټکر لامل

سږ کال د حج مراسم د ایران او سعودي د رسنیز ټکر لامل شول.  ایراني چارواکي تورنوي چې د خپلو سیاسي موخو لپاره لېواله نه دي چې ایراني زایرین حج ته راشي.

د نایف څرګندونې د خامنه‌ای له پیغام وروسته داسې مهال خپرېږي، چې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ له څو میاشتو خبرو اترو او اړیکو وروسته ایرانیانو ته د ویزې د ورکړې مسئله اواره نه شوه او په پایله کې سږ کال د حج ایراني زيارت کوونکي  په دغو مراسمو کې ګډون نه شي کولی.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د ایران رسنۍ او لوړپوړي چارواکي د سږ کال په حج کې د ایرانیانو نه حضور پړه پر سعودي اچوي، سعودي شهزاده د ایراني  حاجيانو د نه شتون پړه پر ایراني چارواکو واچوله.

محمد بن نایف وايي «له بده مرغه سږکال د ایران د حج  داسې غوښتنې وکړې چې د حج له موخو سره و په ټکر کې وې. دا هغه څه و، چې د ټولو هېوادونو بعثې ورته درناوی لري، دغه ډول غوښتنې د ایراني حاجیانو امنیت له خطر سره مخ کوي ، همدارنګه  د وخت او ځای له  سپېڅلتيا  سره په ټکر کې وې».

د حج  مراسمو  له رالنډېدو سره، ایراني چارواکو له سعودي مامورینو وغوښتل، چې د ویزې د ورکولو لپاره دې یو پلاوی ایران ته واستوي؛ خو سعودي په ایران کې د خپلو مامورینو د «نه خوندیتوب» په څرګندولو سره په درېیمګړي هېواد کې د حج د ویزې ورکړې چارې ترسره کولو غوښتنه وکړه. ایران د سعودي دغه غوښتنه رد کړه. په وروستیو میاشتو کې په دې اړه د دواړو غاړو د خبرو اترو خبرونه خپاره شول، خو په پای کې ایراني چارواکو وویل چې کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

پرې شوې ډیپلوماتیکې اړیکې

د روان کال په جنورۍ کې د عربستان حکومت د یوه شیعه سعودي ملا په ګډون ۲۶تنه د «ترهګریزو کړنو» په تور په دار وځړول. د شیعه ملا، شیخ نمر النمر د اعدام په غبرګون کې په تهران او مشهد کې د سعودي د ډیپلوماتیکو ماموریتونو پر وړاندې لاریونونه وشول،  د لاریونوالو یوه ډله د سعودي  سفارت ودانۍ ته ننوتله او اور یې ورته کړ.

له دغې پېښې وروسته سعودي عربستان خپل ډیپلوماتان له ایرانه  وغوښتل او له ایران سره یې خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې، خو سعودي چارواکو ټینګار وکړ چې د اړیکو پرېکون به د ايراني حاجيانو د حج پر وړاندې خنډ نه وي .

په ایران کې د ۱۹۷۹ له اسلامي انقلاب او د اسلامي جمهوریت له بنسټونې راهیسې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې نه دي او کله کله د حج د زيارت کوونکو خنډ هم شوي دي.

په وروستیو څو کلونو کې، د دوو غاړو اختلاف او د سیمې په ځینو هېوادونو کې د دواړو متضاد دریځونه لامل شوي، چې په اړیکو کې ترینګلتیا د بل هر وخت په پرتله زیاته شي. ایران په سوریه کې د بشار اسد د رژیم ملاتړی دی او سعودي د بشار پر ضد دی، په یمن کې ایران د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي او سعودي د پرځول شوي حکومت، په بحرین کې ایران د شيعه لاریونوالو ملاتړی دی او سعودي د واکمن حکومت او په لبنان کې ایران له حزب  الله  شیعه ملېشو سره ولاړ دی او سعودي ورسره مخالف دی.

د سعودي او ایران اړیکې په تاریخي لحاظ ښې نه دي پاتې شوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ قومي-مذهبي ټکر لامل شوی چې اړیکې عادي نه شي. خو په ۲۰۱۱ کې د «عربي پسرلي» له راټوکېدو سره او په  هېوادونو کې د کورنیو جګړو له پیل سره، دغو پېښو د ایران او سعودي پر اړیکو سیوری غوړلی.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون