افغانستان

پخوانی ولسمشر وايي، د ترهگرۍ ضد روانه جگړه د سخت دريځۍ د زياتېدو لامل ده

پخوانی ولسمشر، حامد کرزی/ انځور: طلوع‌نیوز

نړۍ نیوز – ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۶

پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، چې د امريکا او نړيوالې ټولنې له لوري افغانستان کې ترهگرۍ ضد جگړې سره مخالف دی او دا جگړه يې په سيمه کې يې د افراطيت او سخت دريځۍ د زياتېدو لامل بللې ده.

د پخواني ولسمشر له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې حامد کرزي وړمه ورځ د جرمني په ايزرلون ښار «ای ايس ايم» پوهنتون کې «ولسواکي او سيمه کې د بشري حقونو لپاره ايتلافونه» پر موضوع وينا کې دغه څرگندونې وکړې.

حامد کرزي د جرمني په ايزرلون ښار «ای ايس ايم» پوهنتون کې «ولسواکي او سيمه کې د بشري حقونو لپاره ايتلافونه» پر موضوع وينا وکړه
حامد کرزي د جرمني په ايزرلون ښار «ای ايس ايم» پوهنتون کې «ولسواکي او سيمه کې د بشري حقونو لپاره ايتلافونه» پر موضوع وينا وکړه

حامد کرزي طالبانو سره د سولې او افغان جگړې د له منځه وړلو پر عواملو د خبرو پر مهال ټينگار وکړ، چې امريکا او نړيواله ټولنه بايد د خوندي افغانستان لپاره له افغانستانه د باندې د ترهگرۍ ځالې له منځه يوسي.

ښاغلی کرزی وايي «زه له ترهگرۍ سره د روانې جگړې مخالف يم، پخوا مې هم دا مخالفت کړی او دغه مخالفت ته به دوام هم ورکوم.»

پخواني ولسمشر يو ځل بيا ويلي، چې امريکا او ايتلافيانو يې له افغانستانه د باندې د ترهگرۍ ځالو په له منځه وړلو فکر نه دی کړی او نه يې د دوی اندېښنو ته مثبت ځواب ويلی دی.

حامد کرزي زياته کړه، چې د ترهگرۍ ضد روانه جگړه ښې پايلې نه لري، افغانانو او د سيمې ولسونو ته يې گټه نه ده رسېدلې او سربېره پر دې دغه جگړه د سخت دريځۍ او افراطيت د زياتېدو لامل شوې ده.

نوموړي پر امريکا او ايتلافي هېوادونو غږ وکړ، چې ترهگرۍ ضد جگړې لپاره بايد د سيمې د سترو هېوادونو لکه چين، روسيه او ايران سره سلامشورې وکړي او د دوی په همکارۍ دغه جگړه پر مخ بوځي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون