افغانستان

حامد کرزی د امریکایانو له نوي جگړه‌ییز سیاست سره مخالف دی

حامد کرزی، پخوانی ولسمشر

نړۍ نیوز – ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۶

پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر زیات شوي جگړه‌ییز رول سختې نیوکې وکړې. حامد کرزي له رویټرز خبري آژانس سره په تازه مرکه کې د طالبانو پر ضد جگړه کې د امریکايي ځواکونو زیات واکونه د هېواد له ملي حاکمیت سره په ټکر کې گڼلي.

کرزی، چې ویل کېږي د پردې تر شا پر افغان سیاست لا هم ژور اغېز لري، له طالبانو هم غوښتي چې په خپلو غوښتنو کې واقعبین اوسي او د سولې په لار کې خنډونه جوړ نه کړي.

د حامد کرزي د واکمنۍ په وروستۍ دوره کې د افغان حکومت اړیکې له متحده ایالاتو سره ډېرې ترینگلې شوې. کرزي د امریکایانو له خوا پر بمباریو او ملکي وژنو توندې نیوکې کولې. ښاغلي کرزي د خپلې واکمنۍ په وروستیو دوو کلونو کې له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیک نټه وکړه؛ خو د حامد کرزی ځایناستی، اشرف غني بیا د هغه د سیاستونو پرخلاف په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پراخ سیاسي او پوځي حضور هرکلی کوي.

کرزی د ولسمشر اوباما د هغې پرېکړې سره مخالفت کوي، چې تېر جون کې یې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو جگړه‌ییز واکونه زیات کړل «څنگه د امریکا ولسمشر امریکايي ځواکونو ته امر وکړي چې په خپل سر په افغانستان کې حملې وکړي؟» کرزی زیاتوي «ایا موږ دلته حکومت نه لرو؟ موږ یو خپلواک هېواد نه یو؟»

د «لويې لوبې» قرباني

په افغانستان کې د روانې جگړې په اړه حامد کرزی وايي، افغانستان د یووشتمې پېړۍ د «لویې لوبې» قرباني دی. لویه لوبه هغه اصطلاح ده چې په نولسمه پېړۍ کې د افغانستان په شمالي پولو کې د تزاري روسیې او په سویلي هغو کې د سترې بریتانیا ترمنځ سیالۍ ته اشاره ده. کرزی متحده ایالات او پاکستان د هغې جگړې لپاره گرم بولي چې د ده په وینا «زموږ جگړه نه ده».

حامد کرزی وايي غواړي له امریکایانو سره متحده واوسي؛ خو زیاتوي «موږ غواړو له امریکایانو سره متحد واوسو، موږ غواړو گډ کار وکړو؛ خو دا باید یو مشارکت وي، د بادار او غلام رابطه دې نه وي».

پخوانی ولسمشر وايي «موږ باید د دې کور څښتن واوسو او متحده ایالات باید مېلمه وي».

حامد کرزی پر طالبانو هم د سولې غږ کوي «زه پر طالبانو غږ کوم چې ځانونه له بهرنۍ اغېزې خلاص کړي». کرزی له طالبانو غواړو چې په خپلو غوښتنو کې واقعیتونه په پام کې ونیسي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون