لوبې

د افغانستان نړیوال ویاړلي توپ اچوونکي

نړۍ نیوز – ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۶

په دې وروستیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لنډه موده کې د پام وړ پرمختګ کړی او توانیدلې د کرکټ پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړي.

د کرکټ ملي لوبډله خپل ترکیب کې داسې توپ وهونکي او توپ اچوونکي لري چې د یو شمیر نړیوالو ریکارډونو په جوړولو او د نړۍ په تر ټولو غوره لوبغاړو لست کې په شاملیدو بریالي شوي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د خپلو پیاوړو توپ اچوونکو له امله هم نړیوال شهرت لري. دلته هغه ملي توپ اچوونکي درپیژنو چې افغانستان ته يې ویاړونه راوړي:

دولت ځدران

دولت ځدران داسې توپ اچوونکی دی چې د افغانستان لپاره یې تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستي دي. په ۴۵ نړیوالو یوه ورځنیو سیالیو کې يې ۶۵ ویکټې اخیستې. د توپ اچونې اوسط یې ۲۸.۲۴ ښودل شوی چې په هغه افغان توپ اچوونکو کې چې ۳۰ نړیوالې یوه ورځنۍ لوبې یې کړي دوهم غوره اوسط دی. په یوې لوبه کې يې تر ټولو غوره توپ اچونه په یوازې ۲۲ منډو ورکولو سره ۴ ویکټې اخیستي دي.

محمد نبي

محمد نبي د افغانستان تر ټولو زیات تجربه لرونکی لوبغاړی دی. محمد نبي د افغانستان لپاره ۶۷ نړیوالې یوه ورځنۍ لوبې کړي. د افغانستان په توپ اچوونکو کې يې دوهم تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکی توپ اچوونکی دی. په ۶۷ نړیوالو یوه ورځنیو لوبو کې يې ۶۳ ویکټې اخیستې او د توپ اچونې اوسط يي ۳۵.۸۲ دی. په یوې لوبه کې يې تر ټولو غوره توپ اچونه په ۳۱ منډو ورکولو سره ۴ ویکټې اخیستي دي.

حمید حسن

حمید حسن یو له هغو دوو افغان توپ اچوونکو څخه دی چې په یوې لوبې کې پنځه او دوه ځلي څلور ویکټې اخیستو ریکارډ لري. د افغانستان لپاره درییم تر ټولو د زیاتو ویکټو اخیستونکی لوبغاړی دی. حمید حسن د ملي لوبډلې لپاره ۳۲ نړیوالې یوه ورځنۍ لوبې کړي او په دغو لوبو کې يي ۵۶ ویکټې اخیستي. د توپ اچونې اوسط يي ۲۰.۵۸ دی چې په هغه افغان توپ اچوونکو کې  دی چې ۳۰ نړیوالې یوه ورځنۍ لوبې ترسره کړي. حمید حسن خپلو اورونو کې د منډو ورکولو له نظره هم ښه ریکارډ لري. نوموړی تر ټولو ښه توپ اچونه په ۲۰۱۴ز کې د متحده عربي اماراتو په وړاندې ترسره کړې او دغې لوبې کې په ۴۵ منډو ورکولو سره په پنځو ویکټو اخیستلو بریالی شوی.

سمیع الله شینواري

سمیع الله شینواري په محدودو اورونو کې یو له غوره ال راونډرانو څخه ګڼل کیږي. نوموړی توانیدلی چې د پیاوړې توپ وهنې په مرسته افغانستان یادګاري بریاوو ته ورسوي. په توپ اچونه کې هم ښه ځلیدلی او په ۶۱ نړیوالو یوه ورځنیو سیالیو کې يي ۴۳ ویکټې اخیستې او د توپ اچونې اوسط يي ۳۴.۸۸ دی. تر ټولو غوره توپ اچونه يي په ۳۱ منډو ورکولو ۴ ویکټې اخیستي دي.

شاپور ځدراڼ/ میرویس اشرف

شاپور ځدراڼ او میرویس اشرف په ګډه پنځم تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکي لوبغاړي دي. شاپور ځدراڼ په ۳۹ نړیوالو یوه ورځنیو سیالیو کې ۴۱ ویکټو اخیستلو سره ۳۴.۱۹ اوسط لري او تر ټولو غوره توپ اچونه يي ۲۴ منډو ورکولو سره ۴ ویکټې اخیستي دي. میرویس اشرف په ۴۳ نړیوالو یوه ورځنیو سیالیو کې ۴۱ ویکټې اخیستې او اوسط يي ۳۰.۳۱ دی. تر ټولو غوره توپ اچونه يي په یوې لوبه کې ۳۵ منډو ورکولو سره ۴ ویکټې اخیستي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون