کورنۍ

سرنوشت ورځپاڼه: له اسلامي حزب سره په سوله کې خنډ او ځنډ

«د سولې هوکړه ليک به لومړی د حزب استازي او د سولې عالي شورا لاسليکوي او په دويم پړاو کې به يې ولسمشر اشرف غني او د حزب اسلامي مشر گلبدين حکمتيار لاسليک کړي.»

نړۍ نیوز – ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۶

له اسلامي حزب سره د سولې خبرې دي؛ تر اختر وړاندې رسنیو خبرونه خپاره کړل چې د دواړو لورو ترمنځ هوکړه لیک وروستی شوی او ډېر ژر به یې ولسمشر غني او ښاغلی حکمتیار لاسلیک کړي، وروسته وویل شول چې د تخنیکي ستونزو له امله دا چاره ځنډلې ده، خو کره خبره دا وه چې اجرایوي ریاست له دغه هوکړه لیک سره ستونزه درلوده او لا قانع شوی نه و. خلکو غبرګون وښود او حکومت له ولسي فشار سره مخ شو چې هوکړه لیک ژر لاسلیک کړي. اسلامي حزب له خپله اړخه تیاري وښوده او د نه لاسلیک پړه یې پر حکومت واچوله. په اختر کې ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل چې دغه کار کېدونکی دی او چا ته اجازه نه ورکوي چې د سولې پر وړاندې خنډ جوړ کړي، اوس هم په نن او سبا کې د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک خبره کېږي، خو لا هم نه دی لاسلیک شوی.

له اسلامي حزب سره د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک ځنډ د خلکو د غبرګون سبب شوی او خلک اندېښمن دي او پوښتي چې له اسلامي حزب سره د سولې پر وړاندې اصلي خنډ څه دی؟ ولې هوکړه لیک نه لاسلیک کېږي؟ څوک د دغه هوکړه لیک مخالفت کوي او ولې یې کوي؟ حکومت لا هم دغو پوښتنو ته ځواب نه وايي، کله تخنیکي ستونزه پلمه کوي او که بیا وايي چې ژر به دغه کار وشي. دا یو ځواب هم سم نه دی، خلک باید پوه شي چې د سولې هوکړه لیک ولې نه لاسلیک کېږي؟ ټول پوهېږي چې خبره نه تخنیکي ده او نه کومه بله داسې ستونزه شته چې له مخې یې دې دغه ځنډ توجیه شي. ستونزه سیاسي ده؛ په حکومت کې ځینې کړۍ د دې سولې مخالفت کوي او هغوی وېریږي چې د حکمتیار په راتګ سره به یې اوسنی زور ختم شي، له همدې امله د دغه هوکړه لیک مخالفت کوي. خلک پوهېږي، خو د دې لپاره چې لا زیاته روښانه شي، نو حکومت باید په روښانه ټکو ووايي چې د دغه ځنډ اصلي لامل څه دی او کله به دا خنډ او ځنډ ختم شي. هر څوک چې د دغه هوکړه لیک مخالفت کوي، د سولې مخالفت کوي او هغوی د خپلو شخصي او ګوندي ګټو لپاره نه غواړي چې له اسلامي حزب سره د سولې هوکړه لاسلیک شي، دا د خلکو حق دی چې دغه کسان وپېژني.

حکومت باید نور دا کړۍ رسوا کړي، که حکومت د دغو کړیو مخه نه شي نیولی، له ولس څخه دې مرسته وغواړي او ولس په ډېره اسانۍ د جګړې د دغو پلویانو او د سولې د دښمنانو مخه نیولی شي، دغه کسان چې د سولې مخالفت کوي له یوه اړخه کمزوري دي او له بله اړخه د ولس د غوښتنې پر وړاندې درېدلي دي؛ نو ځکه ولس دوی په ډېرې اسانۍ څنګ ته کولی شي او دا ستونزه حل کولی شي. له همدې امله حکومتي چارواکي نور باید واضح خبرې وکړي او له اسلامي حزب سره ډېر ژر د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي، دغه کار باید د ګوتو په شمېر ورځو کې وشي او نور د دغه کار د ځنډ لپاره هېڅ ډول پلمه نه منل کېږي.
اداره

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون