امنيت سلايډ (فيچر) سياست

د اشرف غني د پاک-هند نوې تگلاره

ولسمشر محمد اشرف غني

نړۍ نیوز – ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۶

د کشمیر په اوري سیمه کې د هند پر یوې پوځي اډې یو برید وشو، چې له امله یې د هندوستان پوځيانو ته مرګ ژوبله واوښتله. ارګ د ۲۰۱۶ کال د سپټمبر پر ۱۸مه نېټه پر دغه برید «خواشیني» څرګنده کړه او دغه «ترهګریز برید» يې «وغانده». د ارګ له دغې اعلامیې څو ورځې وړاندې، ولسمشر اشرف غني هم په یو دوه ورځني سفر هند ته ولاړ او له نوي ډېلي سره یې د دوو اړخیزو اړیکو د پراخولو هڅه وکړه. هند له افغانستان سره د یو ملیارډ ډالرو په ارزښت د نویو غیر نظامي مرستو اعلان وکړ. د افغانستان لوی درستیز هم د اشرف غني له سفره وړاندې هند ته سفر کړی و او په نظامي ډګر کې یې هند ته د کابل د مرستو لېست (آرمان‌لړ) وړاندې کړ.

د ملي یووالي حکومت له جوړېدو وروسته، د کابل ډېره پاملرنه د پاکستان پر لور شوه؛ خو دا دی اوس د ملي یووالي پر حکومت دوه کلونه تېرېږي؛ خو د کابل-ډیلي اړیکې د کابل-اسلام آباد اړیکو په پرتله ډېرې نږدې دي.

دا چې د ملي یووالي حکومت په پيل کې اشرف غني ولې د پاکستان پر لور ولاړ (یا یې پاکستان ته پاملرنه زیاته شوه)، ولې پاکستان له افغان حکومت سره همکاري ونه کړه، د اشرف غني د هند-پاکستان اوسنۍ تګلاره څه ده او دغه نوې تګلاره به په خپله په افغانستان او سیمه څه اغېزې وښندي؟ تاسو به د نړۍ نېوز په دغه راپور کې د دغو پوښتنو ځواب ومومئ:

د اشرف غني د پاکستان کارډ

اشرف غني د ۹۰یمو کلونو پرمهال له بي بي سي پښتو راډیو سره د مرکو پرمهال د افغانستان په قضیه کې پاکستان ته ډېر ارزښت ورکړی و، چې دغه جزیات بیا ظاهر طنین په خپل کتاب کې راخیستي دي.

د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزو ټاکنو څخه وړاندې، اشرف غني د تحول او تداوم د ټاکنیزې ډلې په منشور کې د بهرني سیاست په اړه خپل د پنځو کړیو دکتورین روښانه کړی و. هلته یې هم د افغانستان د امنیتي او اقتصادي حالاتو له کبله پاکستان ته ارزښت ورکړی و.

له همدې ځایه وه، چې اشرف غني له ولسمشرېدو سره، د پاکستان پر لور ډېر تمایل غوره کړ. دغه مهال یې پاکستان ته داسې امتیازات ورکړل، چې د دوو اړخیزو اړیکو په بشپړ تاریخ کې پاکستان بیا له افغانستانه داسې تمه نه شوای کولای. ځکه کابل د پوځي زده کړو لپاره پاکستان ته خپل سرتیري ولېږل، له هند سره یې د درنو وسلو رانیولو قرارداد وځنډاوه، د ملي امنیت دننه یې د هندي استخباراتو او افغاني استخباراتو د همکارۍ ګډه خونه بنده کړه، له هند سره یې په اړیکو کې ډېر احتیاط وکړ او افغان ولسمشر تر اووو میاشتو پورې هند ته کوم سفر ونه کړ، د تحریک طالبان پاکستان یو مشر لطیف الله محسود یې پاکستان ته وسپاره او دغه راز د تحریک طالبان پاکستان پرضد یې د هېواد دننه پوځي عملیات وکړل.

کابل دغه هر څه د دې لپاره وکړل، چې اسلام آباد په افغانستان کې د امنیت او سولې په ټینګېدلو کې همکاري وکړي. پاکستان هم، هر ځل په دوه اړخیزو ناستو کې له کابل سره په دې اړه تودې ژمنې وکړې او وروسته بیا په څلور اړخیزو کې يې د امریکا او چین په مخامخ په لیکلې بڼه دا ژمنه وکړه، چې لومړی به د افغانستان وسله وال مخالفین د خبرو اترو مېز ته راولي، که چېرې دوی حاضر نه شول، نو بیا به یې پرضد عملیات کوي.

پاکستان ولې همکاري ونه کړه؟

پاکستان په بل اړخ کې د ارومچي او مري خبرو اترو وروسته، د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمنځ په مخامخ خبرو اترو کې هېڅ رول ونه لوباوه. که څه هم تر اوسه دا د ډېر بحث وړ ده، چې آیا افغان طالبان د مري په مخامخ خبرو اترو کې له دې خبر وو، چې له افغان حکومت سره به خبرې کوي؟ او آیا د مري په خبرو اترو کې یې ګډون د پاکستاني فشارونو لاندې وو؟ خو بیا هم، له دغه بحث وراخوا، د مري خبرو اترو په نړیواله کچه تر ټولو مهم خبر و او د هېواد دننه یې هم ډېرې هیلې راوټوکولې.

خو د مري خبرو اترو وروسته، نه دا چې په هېواد کې ناامنۍ او جګړې زیاتې شوې، بلکې د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمنځ بې باوري زیاته او د باور پولونه هم ړنګ شول.

دا چې پاکستان دغه مهال ولې همکاري ونه کړه، دا شاید د لاندې عواملو له کبله وي:

  • پاکستان په رښتیا هم په اساسي قضیو کې پر افغان طالبانو نفوذ نه لري، چې بېلګې یې بیا د پاکستان لخوا د دوی د لوړ پوړو چارواکو نیونه، وژل او په قطر کې د سیاسي دفتر پرانیستل دي؛ خو یو شمېر نور کسان بیا دغه نظر ردوي او وايي، هم د پاکستان د فشارونو له کبله و، چې افغان طالبان د مري په پروسه کې حاضر شول. که پاکستان وغواړي نو بیا هم افغان طالبان خبرو اترو ته حاضرولای شي؛
  • پاکستان له دې وېره لري، چې که افغان طالبان په زوره له افغان حکومت سره کيښنوي، نو دوی به په راتلونکي کې له افغان طالبانو څخه لاسونه ومینځي او داسې به دوی خپل دغه «ستراتيژيک ثروت» وبایلي؛
  • پاکستان له دې کبله هم شاید اندېښنې ولري، که چیرې دوی د خپلې خاورې دننه د افغان طالبانو پرضد کوم عملیات وکړي، نو دا به شاید د پاکستان پر امنیتي وضعیت هم منفي اغېزه وکړي (پاکستان اوس هم د ځینو ډلو پرضد عملیات کوي، نو دا ډله به یې د دښمنانو لېست نور هم اوږد کړي)؛
  • یو لامل دا هم ویل کېږي، چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان له ستراتیژيکو ګټو سره همغږې ده؛ ځکه پاکستان نه غواړي چې د دغې جګړې اور په بشپړ ډول مړ شي. له همدې امله پاکستان غواړي چې هم جګړه روانه وي او هم که د افغان حکومت د خپلولو هڅه وشي، نو طالبان ورسره خبرو ته کېنوي او له طالبانو دا استفاده وکړي؛
  • شاید پاکستان له دې کبله هم همکاري نه وي کړي، چې د آی ایس آی او ملي امنیت ترمنځ د هوکړه لیک پر سر د هېواد دننه مخالفتونو او د یو شمېر چاودنو وروسته د اسلام آباد پرضد د کابل غبرګون به دوی ته جوته کړي وي، چې افغانستان لا په سم ډول د پاکستان پر لور نه دي دانګلي یا نه دی تللی. د پاکستان دغه اندېښنه او لامل بیا هم په افغانستان کې د هند فکتور له کبله دی.

د اشرف غني د هند-پاکستان نوې تګلاره

په هېواد کې د جګړو له تودېدو، د چاودنو له زیاتېدو، د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو کې د ناکامېدلو، د پاکستان لخوا د ژمنو د نه عملي کولو او افغانستان-هند ته د واګې له لارې سوداګرۍ په لاره کې د خنډ له کبله د اشرف غني د پاکستان تګلاره اغېزمنه شوه. له همدې ځایه وه، چې اشرف غني په لومړيو کې پر پاکستان د خپلې اتکا د کمولو په موخه د غنمو او ترانزیټ ستونزه اواره کړه. غنم یې له قزاقستان او هند څخه راونیول او د ترانزیټ په برخه کې یې د چابهار تړون لاسلیک کړ او له چین سره یې خپله سوداګري د رېل کرښې له لارې پيل کړه. دغه راز يې افغان کډوال هم وهڅول چې خپل وطن ته بېرته راوګرځي.

اشرف غني بیا په دویم قدم کې د پاکستان د منزوي کولو هڅې پيل کړې، چې دا بیا په دې وروستیو کې پيل شوې ده. له هند سره یې خپلې اړیکې بیا د خپلې دورې تر هر بل وخت څخه زیاتې ښې کړې، په نظامي ډګر کې یې ورسره اړیکې پراخې کړې او د زیاتو نظامي مرستو غوښتنه یې وکړه. د دې ترڅنګ د پاکستان د منزوي کولو په موخه له هند سره په یو صف کې ودرېد. له همدې ځایه ده، چې شونې ده افغانستان، بنګله دیش او هند د سارک له راتلونکې غونډې څخه بایکاټ اعلان کړي او په نړیواله کچه پاکستان له «تروریزم» څخه د ملاتړي په توګه تورن کړي.

پاکستان څه وبایلل؟

د اشرف غني ولسمشرېدنې پاکستان ته د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو په بشپړ تاریخ کې یوازینۍ داسې فرصت په لاس ورکړ، چې له افغان حکومت سره خپلې اړیکې سمې کړي. ځکه افغان حکومت په پيل کې بې له کومو شرطونو پاکستان ته ډېر امتیازات ورکړل، چې په افغانستان او پر افغان حکومت د پاکستان اندېښنې کمې او باور زیات کړي. شاید له دې وروسته، کوم بل افغان حکومت دومره زړورتیا ونه کړي، چې د پاکستان پر لور بیا داسې ولاړ شي.

دغه راز له افغان حکومت سره د پاکستان نه همکارۍد هېواد دننه د افغانانو په زړونو کې د پاکستان پر لور ډېر منفي غبرګونونه پارولي او اوس یا په نږدې راتلونکي کې د پاکستان پر لور د افغانانو دغه چلن بدلول به اسلام آباد ته له ننګونو څخه ډک او ستونزمن وي.

په اقتصادي برخه کې هم، د پاکستان اوسني سیاست، د افغانستان-پاکستان پر ترانزیټي او اقتصادي اړیکو ژوره اغېز وښندله. د چابهار تړون، د رېل له لارې له چین سره سوداګري، د لاجوردو لارې پرانیستل به پر پاکستان د افغانستان اتکا تر ډېره کمه کړي او افغانه سوداګري به د پاکستان پر ځای پر نورو هېوادونو کېږي.

د ولسمشر غني نوی سیاست او سیمه

تر اوسه د اشرف غني دغه نوی سیاست، چې په سیمه او افغانستان کې یې د پاکستان د منزوي کولو په موخه پیل کړی تر څه حده بریالی برېښي. ځکه په ترانزیټي برخه کې د افغانستان اتکا اوس په تدریجي ډول پر پاکستان کمېږي. د پاکستان اړیکې له خپلو درېوو ګاونډیانو (هند، ایران، افغانستان) او امریکا سره خرابې دي. دغه راز د افغان حکومت اړیکې د پاکستان د ستراتيژيک ملګري چین سره هم د بل هر وخت په پرتله تر ټولو نږدې دي او چینايي لوری پکې اوس له کابل سره په پوځي ډګر کې هم مرستې پيل کړي.

افغان طالبان به د اشرف غني د دغه نوی سیاست له کبله یو څه ګټه پورته کړي او هغه دا چې هغه فشارونه چې په پاکستان کې د پاکستان لخوا د اشرف غني د ولسمشرېدو په لومړیو شپږو-اتو میاشتو کې پر افغان طالبانو وو، اوس به تر څه بریده کم شي. خو له افغان حکومت سره د هند پوځي اړیکې او په تېره بیا د درنو وسلو (چورلکو او الوتکو) مرستې به په نظامي ډګر کې افغان طالبانو ته سرخوږی جوړ کړي. له همدې ځایه ده، چې افغان طالبانو وار له مخې هند ته له دا ډول مرستو کولو په تړاو ګواښ کړی.

په بل اړخ کې په سیمه ییزه کچه به دغه سیاست د پاکستان د منزوي کولو او په سیمه کې د افغانستان-ایران-هند د نږدې کولو په تړاو یوه جدي هڅه وي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون