افغانستان

ننگرهار: څارگرې الوتکې ۱۳ ولسي وگړي وژلي

نړۍ نیوز – ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۶

د ننگرهار په اچين ولسوالۍ شډل بازار کې امريکايي بې پيلوټه الوتکې ديارلس ولسي وگړي وژلي او څوارلس نور يې ټپيان کړي  دي.

د ننگرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، چې دا بريد تېره شپه ماخوستن اته بجې د اچين شډل بازار کې وشو. خوږياڼي ونه ويل، چې د دغه بريد قربانيان څوک دي.

پژواک خبري اژانس د ځايي سرچينو له خولې ليکلي، چې بريد د عامه روغتيا د يو کارکوونکي پر کور شوی، چې تازه له حجه راستون شوی وه او په کور کې يې د مېلمنو گڼه گوڼه وه.

د سرچينې په وينا په دغه بريد کې د کور د غړو په گډون ديارلس تنه وژل شوي او څوارلس نور ټپيان شوي دي.

امريکايي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

له دې وړاندې هم د امريکايي الوتکو په بريدونو کې د وسله‌والو مخالفينو سربېره گڼو پېښو کې ولسي خلکو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون