کورنۍ

سرنوشت ورځپاڼه:کندوز؛ یو کاله وروسته بیا هم ناورین

نړۍ نیوز –۴ اکتوبر ۲۰۱۶

پرون تر ناوخته داسې خبرونه خپرېدل، چې وسله وال طالبان یو ځل بیا د کندوز ښار ته ننوتلي دي. دا خبره یوازې عامو خلکو نه ده کړې، بلکې په کندوز کې د ولایتي شورا غړو او ځینو چارواکو هم تایید کړې، چې وسله وال ښار ته ننوتلي او د ښار ځینې سیمې یې لاندې کړې دي. پرون ټوله ورځ بیا د شپې تر ناوخته په ښار کې ګرمه جګړه روانه وه او ویل کیږي چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو په ګډون ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. تېره شپه ښار په تاریکۍ کې و، برېښنا نه وه، خلک په وېره او وحشت کې وو.

یو کال وړاندې هم وسله والو طالبانو پر کندوز ښار پراخ بریدونه وکړل چې په پایله کې یې ښار لاندې کړ. کندوز ښار د څو ورځو لپاره له طالبانو سره پاتې شو او له سختو جګړو، وژنو او ورانیو وروسته بېرته امنیتي ځواکونو ونیو. له یو کال راهیسې حکومت ادعا کوي چې په کندوز کې یې پراخ عملیات کړي، دا عملیات بیا بیا شوي، د وسله والو د ماتولو خبره شوې او کندوز خوندي ګڼل شوی، خو اوس هر څه سرچپه دي. نه یوازې دا چې وسله وال په کندوز کې زور لري، ځپل شوي نه دي، بلکې دومره ځواکمن دي چې یو ځل بیا ښار ته ننوځي. له همدې امله چارواکو یو کال د کندوز په تړاو خلکو ته ناسم معلومات ورکړي وو او مخالفین یې نه وو مات کړي.

د کندوز د سقوط او هلته د وسله والو د پیاوړتیا لاملونه لا هم همغه پخواني دي. په کندوز کې ناقانونه وسله وال، له خلکو سره ظلم او زیاتی، بې عدالتي او فساد ددې لامل شوي چې خلک له دولت څخه واټن واخلي او ان وسله والو ته نیږدې شي. له همدې امله مخالفین پیاوړي دي او کندوز ښار هم لاندې کوي. بل لامل دا دی چې کندوز کې لا هم د امنیتي ځواکونو چارواکي او مشران وړ کسان نه دي، بلکې د سیاسي دلایلو له مخې ګومارل شوي دي. په کندوز کې لا هم ځیني هغه کسان د امنیتي ځواکونو مشري کوي چې په تېر کال یې د کندوز ښار په سقوط کې لاس درلود او یا یې ونه شو کړی، چې د وسله والو مخه ونیسي. له همدې امله کندوز لا هم له خطر سره مخ دی او وسله وال یو ځل بیا دغه ښار ته ننوځي.

ځینې سیاسي دلایل هم ددې سبب کیږي، چې کندوز ښار ته وسله وال ننوځي، په بغلان کې پراخ بریدونه وکړي، په هلمند او ځینو نورو برخو کې ګڼې سیمې لاندې کړي. له یوه اړخه په دغو نا امنیو هڅه کیږي چې د بروکسل کنفرانس تر سیوري لاندې راوستل شي او له بله اړخه هغه اهدافو ته لاره لنډېږي چې له مخې یې په افغانستان کې اور بل شوی دی. دا هڅه لا هم په شدت سره روانه ده چې د افغانستان شمال نا امنه شي، څو منځنۍ اسیا ته د تېرېدو لاره برابره شي. په هلمند او نورو سیمو کې بریدونه او د وسله والو پرمختګ هم له دې سره مرسته کوي چې جګړه لا پراخه شي.
اداره

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون