روغتيا او ژوند

د اېډز (HIV) درملنه ممکنه شوه؟

نړۍ نیوز – ۸ اکتوبر ۲۰۱۶

اېډز د غیر طبیعي او اخلاقي جنسي اړیکو له امله پېښېدونکې تر ټولو وژونکې ناروغي ده، چې د زرگونه کسانو ژوند ته يي د پای ټکی ایښی، له دې وروسته به د درملنې وړ وي.

د اېډز په ناروغۍ د اخته کیدو یوازینی لار غیر طبیعي او اخلاقي اړیکي نه دي. دغه وژونکې ناروغي چې له دې وړاندې د درملنې وړ نه وه، ساري ناروغي ده چې له مختلفو لارو له ناروغ کس نورو کسانو ته هم انتقالېدلای شي.

خو دا لومړی ځل دی چې روغتیايي څېړونکي او کارپوهان په ډاډ سره ادعا کوي چې د دغې ناروغۍ درمل او درملنه يي پنځولې او په دغې ناروغۍ اخته برتانوی به د نړۍ تاریخ کې لومړی کس وي چې نوې درملنې سره له دغې وژونکی ناروغۍ خلاصیږي.

د انگلستان د پنځو پوهنتونونو روغتیايي کارپوهانو او څېړونکو یو ځای دغه درملنه پنځولې چې د اوسمهال لپاره يي تجربه د اېډز په ۵۰ ناروغانو روانه ده.

د څېړونکو په وینا د اوس لپاره د ناروغ له وینې څخه دغه ویروس په بشپړه توگه وتلي او که چېرې همداسې پر مخ ولاړ شي نو دا به د اېډز د ناروغۍ لومړۍ بشپړه درملنه ثابته شي.

د روغتیايي څېړنو لپاره د انگلستان ملي انسټیټیوټ دفتر اجرایوي مدیر مارک سمیولز وویل:« دا د اېډز د ناروغۍ د بشپړې درملنې لپاره د څو سنجیده هڅو له جملې څخه یوه ده، موږ دغې وژونکې ناروغۍ لپاره د درملنې د لارې موندلو هڅه کوو، دا یوه ستره ننگونه ده او په دې برخه کې شوی پرمختگ ساری نه لري.»

د درملنې دغې لارې پنځولو او موندلو لپاره د انگلستان اکسفورډ، کیمبرج، امپیریل کالج لندن، یونیورسټي کالج لندن او کنگز کالج لندن چې د تعلیم او څېړنو برخه کې پیژندل شوي نومونه دي روغتیايي کارپوهانو او څېړونکو سره یو ځای کار کړی.

د اېډز (HIV) ویروس د بدن دفاعي سیسټم او نظام په نښه کوي او ټي نومې حجراتو ډي این اې (DNA) ته داخلیږي چې له دې وړاندې د دغه ویروس درملنه ناشونې وه.

دغه نوې درملنه په دوو مرحلو کې کار کوي، تر ټولو وړاندې یو واکسین بدن سره اېډز ویروس څخه اغیزمن شوو حجراتو په پیژندلو کې مرسته کوي تر څو له بدن څخه پاک شي، له دې وروسته نوی درمل ټي نومې حجرات فعالوي تر څو د دغه ویروس اغیز د بدن په دفاعي سیسټم کې پیدا کړي.

له اېډز ناروغۍ څخه خلاصون موندنې ته نژدې ناڅرگند ناروغ په وینا:« د وروستي ځل لپاره زما د وینې ازموینه څو اونۍ وړاندې شوې او په دې کې د اېډز ویروس نه دی موندل شوی.»

د امپریل کالج لندن یو څیړونکې پروفیسره ساره فیډلر وویل:« دغه درملنه بدن د اېډز له ویروس څخه په بشپړه توگه پاکولو لپاره ډیزاین او پنځول شوی.»

که څه هم په نژدې راتلوونکي کې به دغه ناروغي هم د درملنې وړ شي خو د مهلکو ناروغیو په درملنه کې یو ستر فکتور د درملنې د لگښت اندازه وي چې عامو خلکو ته د دغه لگښټ زغمل ناشونی وي.

د اېډز له ناروغۍ ځان ژغورلو لپاره یوازې د اسلام په اوامرو عمل کافي دی. دغه ناروغي څنگه چې پخوا هم وویل شو له یو شمیر غیر اخلاقي اوغير طبیعي جنسي اړیکو له امله رامنځ ته کیږي.

اېډز څنګه خپریږي؟

  • د اېډز په ویروس اخته کس سره جنسي اړیکه
  • ناروغ کس لپاره استعمال شوې ستنې کارول
  •  له مور څخه د امیدوارۍ یا ماشوم زیږولو یا ماشوم ته شیدې ورکولو له لارې
  • د ناروغ کس وینه د روغ کس بدن ته داخلیدل

احتیاطي تدابیر

له غیر اسلامي، اخلاقي او غیر طبیعي جنسي اړیکو ځان ساتل

د پیچکارۍ لپاره له ډاکټر یا نرس څخه د نوې ستنې غوښتنه

وینې تیرولو پر مهال ځانګړې پاملرنه

هر هغه ستنې استعمال کې احتیاط کول چې وینو سره اړیکه نیسي

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون