روغتيا او ژوند

د مڼې له جادويي گټو څخه خبر یاست؟

نړۍ نیوز – ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۶

د انگلیسي ژبې د یو متل مفهوم دی چې د ورځې یوه مڼه به مو له ډاکټر څخه لرې وساتي خو دا چې د ورځې یوه مڼه مو له ډاکټر څخه لرې ساتي که نه خو د سرطان له مختلفو ډولونو به مو ضرور لرې وساتي.

مڼه هغه میوه ده چې بې شمیره روغتیايي گټو لرلو سره انسان له عامو او مهلکو روغتیايي ستونزو او ناروغیو څخه لرې ساتلی شي. په لنډو ټکو کې ویلی شو چې مڼه د روغتیايي په برخه کې معجزه کوي.

له ډیرو کلونو څخه د دغې میوې پر روغتیايي گټو او ځانگړنو څیړنې روانې دي خو په دې وروستیو کې په ایټالیه کې ترسره شوې څیړنې ثابته کړه چې دغه میوه انسان د سرطان له مختلفو ډولونو څخه ژغورلی شي.

د ایټالیې د پریوگیا پوهنتون د دغې څیړنې پر بنسټ په ورځنۍ ډول یوه مڼه خوړل د غټو کولمو، سږو، خولې، غذايي نل او سینې سرطان خطر له اندازې زیات کموي.

په څیړنې کې ویل شوی چې د مڼې خوړل په سږو کې د رسولي د جوړیدو خطر ۲۵ سلنه کموي په داسې حال کې چې د سینې د سرطان خطر ۲۰ سلنه کموي.

په دې اړه څیړونکو ۴۰ کاله پخواني روغتیايي اسناد، څیړنې او راپورونو ته کتنه وکړه چې په پایله کې يي د خوړو او سرطان تر منځ د اړیکې شتون ثابته شوه.

د دغو پلټنو او څیړنو په پایله کې ثابت شو چې په هغو کسانو کې چې له مڼې سره ځانگړې مینه لري او په ورځنۍ ډول یي استعمالوي په سرطان د اخته کیدو کچه ډیره ټیټه ده.

د څیړونکو په وینا د دې لامل په مڼې کې شته مختلف کیمیاوي مرکبات او مالیکولونه کیدلی شي چې د سرطان د مختلفو ډولونو خطر کمولو وړتیا لري.

څیړونکو د دغو پلټنو په پایله کې وویل چې مڼه د سږو د سرطان خلاف ډیر زیات مفید دی او د خوړو د نل او په سږو کې د رسولي د جوړیدو مخه هم نیسي.

څیړونکو د دغې څیړنې په اړه رسنیو ته وویل چې په دې اړه به خپلو څیړنو او پلټنو ته ادامه ورکوي.

هیره دې نه وي چې مڼه د فلیونویډز او کیمیاوي مرکب تر ټولو غوره منبع ده چې له همدې امله انسان د زړه د مختلفو ناروغیو څخه خوندي ساتلو کې هم د پام وړ اغیز لري.

دا لومړی ځل نه دی چې د مڼې په اړه څیړنه کیږي او گټې يي په ډاگه کیږي. له دې وړاندې هم د مڼې بې شمیره روغتیايي گټې ثابتې شوي چې له همدې امله جادويي میوه هم بلل کیدی شي.

له سرطان څخه مخنیوی سربیره مڼه د غاښونو په روغتیا هم ځانگړی اغیز لري او سپینو غاښونو په لرلو کې د پام وړ مرسته کولی شي.

یو شمیر نورو څیړنو ثابته کړې چې دغه میوه انسان د الزایمر او کارکینسن په څیر له مهلکو او وژونکو ناروغیو هم ژغوري. دغه دوه ناروغي په عام ډول د عمر زیاتوالي له امله پیښیږي.

د مڼې په نورو روغتیايي گټو کې د شکرې ناروغۍ د خطر کمول، د وینې د مضر کولیسټرول اندازه کمول، په پښتورگو کې د تږي د جوړیدو مخنیوی او د اسهال او قبض ناروغي له منځه وړل شامل دي.

د یو شمیر روغتیايي پلټنو پر بنسټ دغه میوه له انسان سره د وزن په کمولو کې هم د پام وړ مرسته کوي. مڼه خپل ترکیب کې کافي اندازه فایبر لري کوم چې د وزن کمولو پروسه گړندی کوي.

له پورتینو ټولو گټو سربیره مڼه له ځیگر څخه زهري او مضر موادو په خارجولو کې هم د پام وړ رول لوبوي او د انسان د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کولو سره انسان له مختلفو ناروغیو ژغوري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون