روغتيا او ژوند

د خوب کموالی تر ټولو خطرناکه پایله

یوې کاناډايۍ څېړنې ثابته کړې چې له شپږو ساعتونو لږ خوب عادت  د انسان پر اعصابو د شرابو څښلو په څېر ناوړه روغتیايي اغېز لري.

له دې وړاندې هم وخت په وخت مختلفو روغتیايي څېړنو او پلټنو ثابته کړې، چې له اندازې لږ خوب روغتیايي زیانونه لري

له کافي اندازې یا پر وخت خوب نه کول د اضافي وزن، ذهني خپگان، د زړه حملې او فلج په څېر وژونکو ناروغیو له سترو لاملونو هم گڼل کېږي.

د مېډېسېس (Medisys) په نوم ډېجېټل روغتیايي کمپنۍ یوې څېړنې په پایله کې ادعا کړې چې د خوب کموالی د اعصابو پر روغتیا له تمې څو چنده زیاته ناوړه اغېز لري.

دغې څېړنې کې ویل شوې چې ۱۸ ساعته یا له دې څخه زیات وخت ویښ پاتې کېدل په عصبي وړتیاو داسې اغېز لري لکه د شرابو نشې په پایله کې چې واقع کېږي.

څېړنې کې ویل شوې چې کله کله له شپږو ساعتونو لږ خوب د انسان په روغتیا کوم ځانگړی اغېز نه لري خو له شپږو ساعتونو د لږ خوب عادت وژونکی ثابت کېدای شي.

د څېړنې پر بنسټ خوب د بدن هورمونونو په تنظیمولو کې مهم رول لوبوي او کموالی يي د اشتها زیاتوالی لامل گرځي او انسان په اضافي وزن اخته کوي.

څېړونکو موندلې چې له اندازې زیات ویښ پاتې کېدل اعصاب کمزوري کوي او له امله يي د وخت له تېرېدو سره انسان د تمرکز وړتیا له لاسه ورکوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون