ټکنالوژي

دغه نبوي سنت مو حافظه پنځه چنده پیاوړې کوي

جرمني کې ترسره شوې یوې څېړنې ثابته کړې چې د غرمې لږه اندازه خوب د انسان حافظه پنځه چنده پیاوړې کولای شي.

له دې وړاندې هم مختلفو روغتیايي څېړنو د دغه نبوي سنت بې شمېره او مهمې روغتیايي گټې ثابتې کړې وې.

دا ځل د جرمني په سارلینډ نومې پوهنتون کې ترسره شوې نوې څېړنې کې ویل شوي چې د غرمې ۴۵ دقېقې خوب یا قیلوله ذهن کې معلومات خوندي کولو او بېرته یادولو کې يي مرسته کوي.

څېړنې کې ویل شوې چې د خوب په جریان کې عصبي بوختیاوې نوو معلوماتو خوندي ساتلو له نظره خورا ارزښت لري او یوازې د ۴۵ دقېقو قیلوله حافظه پنځه چنده زیاتوي.

څېړونکو دغې څېړنې په پایله کې وویل چې د لنډې مودې خوب په زده کړو کې د بریا ترلاسه کولو کې هم د پام وړ مرسته کولای شي.

له دې وړاندې د روان زېږېدیز کال په پیل کې د امرېکن هېلت او اېجنگ فاونډیشن یوې څېړنې ثابته کړې وه چې دغه عادت اعصاب له زړېدو ژغوري.

څېړنې کې ویل شوې وه چې غرمه کې یو ساعت پورې خوب د اعصابو لپاره گټور دی خو باید له یو ساعت څخه لږ یا ډېر نه شي که نه گټه نه کوي.

د دغې څېړنې پر بنسټ هغه کسان چې د غرمې پر مهال یو ساعت خوب خپل عادت گرځوي د هغوی حافظه پیاوړې وي او د ریاضي پوښتنې او نورې ستونزې د نورو په پرتله ښه حلوي.

څېړونکي وايي چې عمر زیاتېدو سره د اعصابو فعالیت کمېږي خو د غرمې خوب یا قیلوله د اعصابو فعالیت غوره ساتلو کې مرسته کوي او د الزایمر او نورو ناروغیو خطر کموي.

د څېړونکو په وینا هغو کسانو کې چې دغه عادت نه لري د اعصابو له منځه تللو پروسه چټکه وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون