سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

ټرمپ: په لنډو ورځو کې به د افغان جگړې په اړه سټراټيژي اعلان کړو

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چې د افغانستان شپاړس کلنې «گډوډې میراثي» جگړې په اړه پرېکړه ستونزمنه ده، خو زياتوي، په دې اړه د سټراټيژۍ جوړولو چارې په ورستيو شېبو کې دي او ژر به يې اعلان کړي.

ټرمپ په نيوجرسي ايالت کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال د افغانستان شپاړس کلنه جگړه له «گډوډۍ ډکه او په میراث کې ورپاتې» بللې.

د امریکا ولسمشر وايي، چې په دې اړه پرېکړه او سټراټيژي اعلانول ستونزمن کار دی، خو دوی د افغانستان جگړې په تړاو د پرېکړې په وروستي پړاو کې دي او ژر به په دې اړه خپله تگلاره اعلان کړي.

د روان کال په جنورۍ کې چې ډونلډ ټرمپ د سپينې ماڼۍ واک تر لاسه کړی، د اوو مياشتو په تېرېدو يې لا هم د افغانستان د جگړې په اړه خپله سټراټيژي نه ده اعلان کړې، چې له امله يې له گڼو نيوکو سره مخ دی.

امریکايي رسنۍ وايي، چې د ټرمپ د سټراټيژۍ د ځنډ لامل د امريکايي چارواکو اختلافات دي. د پنټاگون په گډون ځينې چارواکي افغانستان ته د نورو پوځيانو په لېږلو ټينگار کوي، خو د ولسمشر ټرمپ، د سپينې ماڼۍ د سټراټيژۍ څانگې مشر بينان سټيفن په گډون يو شمېر نور چارواکي دغه جگړه د امريکايي ولس په زيان بولي او وايي، چې بايد خپل سرتېري له افغانستانه وباسي.

د افغان جگړې د سټراټيژۍ په تړاو د ډونلډ ټرمپ د څرگندونو همماله د کانگريس د وسله‌والو خدمتونو د جرگه‌گۍ مشر او جمهوري پلوه سناتور جان مککين تېره ورځ واشنگټن کې رسنيو ته وويل، چې د ټرمپ د ځنډ او خنډ له امله يې د افغانستان په اړه خپله ځانگړې سټراټيژي جوړه کړې ده.

جان مککين وړانديز کړی، چې د مخالفينو ځپلو لپاره بايد افغانستان ته نور پوځيان ولېږل شي او ټينگار يې کړی، چې د کانگريس غړي به د خپلو وړانديزونو منلو ته قايل کړي.

نوموړي ويلي، چې افغانستان ته د نورو پوځيانو له لېږلو سره بايد دوی ته ځانگړي واکونه ورکړل شي، چې د مخالفينو پر ضد په خلاص مټ ځمکني او هوايي عمليات وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون